انصار: (د وری29مه)، د رسنیو د سرغړونو کمېسیون په هېواد کې د «نور» او «بریا» ټلوېزیونونو د نشراتو د ځنډولو خبر ورکړی دی.
د دې کمېسیون غړو د یادو خبري شبکو نشرات د ژورنالېزم د اصولو خلاف بللي او په وینا یې چې په نشراتو کې یې اسلامي او ملي ارزښتونو ته نهپاملرنه کوله.
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو ټولنې هم د رسنیو د سرغړونو کمېسیون د دې پرېکړې پخلی کړی او د دې ټولنې رییس «حفیظ الله بارکزي» ویلي چې د یادو تلوېزیونونو نشرات په موقتي توګه ځنډول شوي دي.
بلخوا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند یادې خبرې شبکې د نظام پر ضد پر تبلیغاتو تورنې کړې او ادعا یې کړې چې د دې ټلوېزیونونو اصلي مالکان له هېواده بهر دي.
د یاد وزارت ویاند «خبیب غفران» رسنیو ته ویلي چې دوی د اصولو په رڼا کې پرېکړه کړې چې دا ټلوېزیونونه محکمې ته ور وپېژندل شي او فعالیت یې د محکمې تر پرېکړې پورې وځنډول شي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډول د رسنیو له قانون سرغړونه بللې او له سمدستي یې د دې دوو شبکو د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې دوو کلونو په افغانستان سلګونه غږیزو، چاپي او تصویري رسنیو فعالیتونه ځنډولي، خو تر څنګ یې لسګونه نوې رسنۍ فعالې شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31135